iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – د حسینی عاشورا د شپو ورځو د رارسیدا په درشل کې  د افغانستان د بامیانو  والی مولوي عبدالله سرحدي، ددغه ولایت په مرکز  جامع جومات کې د محرم الحرام د دستورو  له ترسره کونکو پلاؤ، عالمانو او دبازار له استازو سره په یوې ناستې کې د امام حسین (ع) دپاڅون د موخو د روښانولو  او د ددغو دستورو د منظم او امن په سیوري کې د ترسره کولو لپاره له امنیتي اورګانونو سره  د پراخې ملګرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3491315    خپرونې تاریخ : 2025/06/25

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلام‌آباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول  په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ  کړي.  
د خبر لمبر: 3491207    خپرونې تاریخ : 2025/06/01

ایکنا – د پاکستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې ترهه ګرو او بیلتون غواړو د عامو خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3491153    خپرونې تاریخ : 2025/05/21

ایکنا- د پاکستان دفاع وزیر  په افغانستان کې  د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي  د  جګړه مارو  د شتون په ادعا سره  په دغه هیواد  داخل کې پر دوي د حملو ګواښ  وکړ.
د خبر لمبر: 3490830    خپرونې تاریخ : 2025/03/20

ایکنا – د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو  دافغانستان طالبان د ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان ) مسئله حل نه کړي،  د پاکستان او افغانستان  د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او  امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648    خپرونې تاریخ : 2025/02/16

ایکنا- په داسې حال کښې چې تمه کیدله د  پاکستان د  خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعي کښې له وروستۍ  کوهاـ معاهدي  او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د  لا پراخې حملو او ترینگلتیاؤ خبر ورکوي.
د خبر لمبر: 3490488    خپرونې تاریخ : 2025/01/18

 ایکنا – د پاکستان د کورمې پاراچنار  د برې کرمې  د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی  چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490479    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا- د پاکستان د کی پي کې دکورمې ضلعې په بګن سیمې کښې په حکومتي چارواکو باندې د ځاي ترهه ګرو د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490418    خپرونې تاریخ : 2025/01/05

ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې د کورمې ضلعې ډپټي کمشنر جاوید الله محسود او نور شپږ ژوبل شوي کسان علیزئ روغتون ته یوړل شوي او له هغه ځ ایه ټل روغتون ته او بیا پيښو سی ایم ایچ روغتون ته منتقل شوي دي دي.
د خبر لمبر: 3490414    خپرونې تاریخ : 2025/01/04

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې دافغانستان  سرپرست حکومت له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستانيو طالبانو د وګړو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490403    خپرونې تاریخ : 2025/01/02

ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د خبر لمبر: 3490383    خپرونې تاریخ : 2024/12/29

ایکنا -په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله
د خبر لمبر: 3490377    خپرونې تاریخ : 2024/12/28

ایکنا - په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې  د پاراچنار د مظلومو خلکو د  حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی  چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن  پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د  مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.
د خبر لمبر: 3490365    خپرونې تاریخ : 2024/12/25

ایکنا - د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی دی ،که  دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده  په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
د خبر لمبر: 3490362    خپرونې تاریخ : 2024/12/24

ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.
د خبر لمبر: 3490312    خپرونې تاریخ : 2024/12/15

ایکنا - دا په پاکستان کې د روان کال په یوه میاشت کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یادېږي چې په دوي کې یوازې دپوځ  او امنیتی ځواک کابو ۷۰ماموران وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490253    خپرونې تاریخ : 2024/12/03

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال  شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په  خاطر ځاي  اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.
د خبر لمبر: 3490242    خپرونې تاریخ : 2024/12/01

ایکنا – د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پاراچنار  په کوزې کورمې کې  پّ وروستۍ ترهه ګرې پیښې کې پسې چې د سلګونو شیعیانو د مرګ ژوبلو لامل شوې ، یوه ستر دینی مرجع آیت الله شیخ محمد یعقوبی په دغې ترهه ګرې پيښې سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490208    خپرونې تاریخ : 2024/11/25

ایکنا - په لسګونو زره پاکستانيو مظاهره چیانو د جمعې په ورځ له جمعې  لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې،د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3490201    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په بګن او اوچت  کې دپوځ په سرپرستۍ کې پر کانوائۍ ترهه ګرو بیا برید کړی او د لسګونو مسافرانو وینه ئې وبهوله
د خبر لمبر: 3490194    خپرونې تاریخ : 2024/11/21